امریکا: د افغانستان الوتکې بېرته نه ورکوو

29 جدی 1400 ساعت 8:38

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونوک ې ویلي، چې د افغانستان شمالي ګاونډیو هېوادونو ته د افغان پوځ وړل شوې الوتکې نوي حکومت ته نه ورکوي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونوک ې ویلي، چې د افغانستان شمالي ګاونډیو هېوادونو ته د افغان پوځ وړل شوې الوتکې نوي حکومت ته نه ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د افغان پوځ د الوتکو په اړه وروستۍ پرېکړه تر دې دمه نه ده کړې خو ټاکل شوې چې دغه الوتکې افغان لوري ته ور نه کړل شي.

د سرچینې په وینا دوی له پخواني پوځ سره پراخې مرستې کړې دي او داسې کومه نښه نښانه نشته چې دا مرستې دې له افغانستان سره په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه وشي نو له همدې امله ټاکل شوې چې د دغه الوتکو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي او هغه له افغانستان وګرځول شي.

د نوي حکومت په راتګ سره د افغانستان ګڼې الوتکې د پخواني پوځ له لوري شمالي ګاونډیو تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې دي، چې تر دې دمه په یادو هېوادونو کې دي. افغان حکومت په وروستیو کې د دغه الوتکو د بېرته رالېږلو غوښتنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 146918

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146918/

جمهور
  https://www.jomhornews.com