بلېنکن: امریکا له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمنه ده

29 جدی 1400 ساعت 10:38

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، وایي، هېواد یې له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، وایي، هېواد یې له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلېنکن په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، دوی په دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او له افغانستان سره د کرونا واکسین د ورکړې شوې ژمنه هم عملي کوي.

د هغه په وینا دوی له افغانستان سره د یو میلیون دوزه واکسین د ورکړې ژمنه کړې وه او هڅه کوي چې د کو واکس پروګرام له لارې پاتې واکسین هم افغانستان ته ولېږل شي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د افغان شتمنیو د کنګل کولو له امله د نړیوالو له سخت فشار سره مخ ده.

خو امریکا وايي د دوی بندیزونو بشردوستانه خدماتو او مرستو ته هېڅ راز خنډ نه دی جوړ کړی او کوم بنسټونه چې په دې برخه کې ستونزه لري دوی یې د ستونزو حل کولو ته ژمن دي.

همدا نن د افغانستان د اسلامي امارت رییس الوزار په لومړي اقتصادي کنفرانس کې و ویل، چې نړۍ دې له امارت سره مرسته نه کوي، بلکې له افغان ولس سره دې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د امریکا له خوا بندیزونو افغانستان له اوسني حالت سره مخ کړی او که امریکا او نړۍ غواړي، چې افغانستان له دغه ستونزو راووځي، نو په رسمیت یې د وپېژني او پانګې یې د آزادې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146932

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146932/

جمهور
  https://www.jomhornews.com