د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز وايي، دوی د افغانستان سره د مرستو راټولولو په لټه کې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن لاینز چې نن چهارشنبې د زمري ۲۹ مه د افغانستان اقتصاد په نامه په لومړي کنفرانس کې ګډون کړی و د خبرو پر مهال و ویل، چې د افغانستان نوی حکومت په یوازې سر ټولو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی.
نوموړې زیاته کړه، چې ملګري ملتونه له مرستندویه هېوادونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي د لا ډېرو مرستو د جذب او کنګل شوو شتمنیو د ازادولو په اړه بحثونه دوام وکړي.
دې و ویل، افغانستان له خورا بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او یوازې په دولتي عایداتو د افغانستان ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولی او د نړیوالو پراخو مرستو ته اړتیا لري.
د مېرمن لاینز په وینا ملګري ملتونه هڅه کوي د عامو افغانانو لاسنیوی وکړي او له یوه پراخ بشري ناورین مخنیوی وکړي چې په همدې لړ کې یې د میلیاردونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې لاینز یو ځل بیا پر نوي حکومت غږ وکړ چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه دوی د افغانستان نیم نفوس تشکیلوي او د افغانستان په اقتصادي وده کې مهمه ونډه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل