سراج الدین حقاني د قطر له ځانګړي استازي سره کتلي دي

29 جدی 1400 ساعت 10:51

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د قطر د ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدلي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د قطر د ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه پرون سه شنبې  زمري ۲۸ مه شوې او په کې دواړو لورو پر یو لړ مسایلو خبرې اترې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر همکاریو په ځانګړي دول د کابل هوايي ډګر د چارو پر څرنګوالي خبرې اترې وشوې.

د کورنیو چارو وزارت قطري لوري ته ویلي، چې قطر د اسلامي امارت او نړۍ تر منځ د یوه پله په څېر دی او تمه لري، چې قطر خپل دغه رول ته دوام ورکړي او لا ښې زمینې برابرې کړي.

د یادونې ده، چې قطر او ترکیې له دې وړاندې ویلي و، چې د اسلامي امارت سره د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د چارو سمبالولو په اړه په خبرو اترو کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146934

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146934/

جمهور
  https://www.jomhornews.com