کونړ: په وسله وال برید کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

29 جدی 1400 ساعت 13:49

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کونړ ولایت کې یو وسله وال کس پر یوه موټر ډزې کړې او ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کونړ ولایت کې یو وسله وال کس پر یوه موټر ډزې کړې او ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د زمري ۲۹ مه د کونړ ولایت نړنګ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وایي، یوه وسله وال کس پر یوه موټر ډزې کړې، چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د کونړ چارواکي وایي، برید کوونکی هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

د دغه پېښې د رامنځ ته کېدو لامل شخصي دښمني ښودل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146948

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146948/

جمهور
  https://www.jomhornews.com