لاوروف:

مسکو او برلېن به په ګډه د افغانستان د ستونزو د حل هڅې وکړي

29 جدی 1400 ساعت 14:06

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف وايي، مسکو او برلېن به په ګډه په افغانستان کې د شته ستونزو د هواري لپاره هڅو ته دوام ورکړي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف وايي، مسکو او برلېن به په ګډه په افغانستان کې د شته ستونزو د هواري لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د کلیدي مسائلو په اړه د روسیې او جرمني نظر یو دی.

نوموړي چې له خپل الماني سیال انالنا بربوک سره په یوه خبري ناسته کې وینا کوله ویلي، دواړه هېوادونه به په ګډه په افغانستان کې د شته وضعیت د ښه والي لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

لاوروف زیاته کړې، چې دوی به په دغه هېواد کې له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره توکو د قاچاق او د کډوالۍ بحران لا پراختیا مخنیوي لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د دغه هېواد د کلیدي مسائلو په اړه د روسیې او المان نظر مشترک دی او په دغه هېواد کې د اوسني وضعیت ښه والي لپاره به په ګډه کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com