اسلامي امارت ایران ته د اوبو خوشي کولو راپورونه رد کړل

29 جدی 1400 ساعت 14:10

د افغانستان اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې دوی د افغانستان اوبه ایران ته بېرته ورخوشي کړې دي.


د افغانستان اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې دوی د افغانستان اوبه ایران ته بېرته ورخوشي کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د کمال خان بند اوبه د دې بند لاندې سیمو اوسېدونکو په غوښتنه او د بزګرانو د ستونزو د حل په موخه خوشې شوې دي.

سرچینې ټینګار کړي، چې  ایران ته د دغو اوبو د خوشې کولو په اړه خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي وو چې د افغانستان ا.ا سیمه ییزو چارواکو ایران ته د کمال خان بندر اوبه ورخوشې کړې دي.

باید و ویل شي، چې د کمال خان بند له جوړېدو سره سم ایران ته تلونکې اوبه را وګرځول شوې چې د ایراني چارواکو په ګډون یې په ایران کې پراخ غبرګونونه راوپارول او غوغاوې یې جوړې کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146953

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146953/

جمهور
  https://www.jomhornews.com