فاریاب: ترافیکي پېښه کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

3 دلو 1400 ساعت 8:12

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د سلواغې ۲ مه د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ په جنګل سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په دغه پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د فاریاب د احصايې رییس هم شامل دی.

د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147019

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147019/

جمهور
  https://www.jomhornews.com