هرات: ماین چاودنې ۷ تنه وژلي او ۹ نور ټپیان دي

3 دلو 1400 ساعت 8:19

سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله د ښځو په ګډون ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله د ښځو په ګډون ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د سلواغې ۲ مه ناوخته د هرات ښار د حاجي عباس په سیمه کې د سورلۍ په پلانکوچ ډوله موټر شوې ده.

د هرات روغتیايي چارواکي وایي، په دغه چاودنه کې د څلورو ښځو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د ډاکترانو په وینا د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند محمود رسولي د چاودنې پخلۍ کړی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 147021

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147021/

جمهور
  https://www.jomhornews.com