واکس نشریه:

د امریکا پالیسۍ افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته کړی

3 دلو 1400 ساعت 8:26

د واکس په نوم یوه امریکايي نشریه وايي، د امریکا پالیسۍ به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم ژور کړي.


د واکس په نوم یوه امریکايي نشریه وايي، د امریکا پالیسۍ به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم ژور کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نشریې په یوه راپور کې په افغانستان کې روان وضعیت ته کتنه او لیکلي یې دي، چې په دغه هېواد کې د خلکو اقتصاد مخ پر ځوړ دی.

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او د امریکا اوسنۍ پالیسي د دې ناورین له لا پراختیا او ژورېدو سره مرسته کوي.

په راپور کې ویل شوي، امریکا ته په کار ده چې په دې حساسو شرایطو کې ژر تر ژره له افغانانو سره د مرستو لړۍ پیل کړي او د دوی کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

 شریه پر امریکا نیوکه کړې، چې د هر څه تر اټکل او تحلیل مخکې یې د افغانستان په اړه بېړنی اقدام وکړ او په دغه هېواد کې یې ناورین تر شا پرېښود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147022

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147022/

جمهور
  https://www.jomhornews.com