د امر بالمعروف او نهی هن المنکر سرپرست وزیر:

ښوونځي، مدرسې او پوهنتونونونه ټول را ته یو شان ارزښت لري

3 دلو 1400 ساعت 9:05

د افغانستان د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی هن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي وايي، ښوونځي، مدرسې او پوهنتونونونه ټول د هېواد او ملت د پرمختګ مرکزونه دي.


د افغانستان د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی هن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي وايي، ښوونځي، مدرسې او پوهنتونونونه ټول د هېواد او ملت د پرمختګ مرکزونه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حنفي دغه څرګندونې پرون شنبې د سلواغې ۲ مه د کابل پوهنتون له استادانو سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، استاد د ټولنې لپاره د پلار حیثیت لري، عالم او دانشمند چې د خدای پر وړاندې کوم حیثیت لري د بل چا نشته دی.

د شیخ حنفي په وینا هغه ملت تل بریالی وي چې خپلو ارزښتونو، عقیدې او اقدارو ته ژمن پاتې شي، خو په خبره یې، هغوی بیا ټول ناکام ملتونه بلل شوي چې یاد ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

شیخ خالد هغو استادانو ته په اشارې چې له هېواده وتلي دي ویلي، هېواد ته ژمن خلک په انقلابونو او بدو شرایطو کې د خپل ملت تر څنګ وي.

د امر بالمعروف او نهی هن المنکر سرپرست وزیر ټینګار کړی، چې ښوونځي، مدرسې او پوهنتونونونه ټول د هېواد او ملت د پرمختګ مرکزونه دي او دوی ته یو ډول ارزښت لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147027

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147027/

جمهور
  https://www.jomhornews.com