د سالنګ لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانستل شوه

3 دلو 1400 ساعت 9:18

له یوې شپې او ورځې سختې واورې ورېدنې وروسته د سالنګ لویه لار بېرته د موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې ده.


له یوې شپې او ورځې سختې واورې ورېدنې وروسته د سالنګ لویه لار بېرته د موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سالنګونو د ساتنې او څار ریاست نن یکشنبې د سلواغې ۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه لویې لارې د خلاصون خبر ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې لاس د نن سهار راهیسې د تګ راتګ پر مخ خوشې شوې، خو په وینا یې یوازې مسافر ورړونکي موټرو ته اجازه ورکړل شوې ده.

د سالنګونو مسوولین وايي، دا مهال شمالي او جنوبي سالنګونو کې هوا پاکه ده خو به جنوبي سالنګ کې خفیف توفان دوام لري.

باید و ویل شي، چې د سالنګونو لار د تېرې جمعې له ورځې راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 147030

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147030/

جمهور
  https://www.jomhornews.com