امریکا: ناروې کې پر ټولګډونه حکومت خبرې کېږي

3 دلو 1400 ساعت 11:17

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په ناروې کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې پر ټولشموله حکومت خبرې کېږي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په ناروې کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې پر ټولشموله حکومت خبرې کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې نن یکشنبې د سلواغې ۳ مه د ناروې پلازمېنه اسلو کې د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه وشي.

دغه غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی هم وربلل شوی دی.

غونډه کې به د فرانسې، برېټانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، ایټالیا او امریکا استازي هم ګډون ولري او له افغان لوري سره به مذاکرات وکړي.

که څه هم د افغانستان اسلامي امارت وایي، دغه غونډه کې به د افغانستان لپاره پر بشري مرستو خبرې اترې وشي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، غونډه کې پر ټول شموله حکومت جوړولو خبرې اترې کېږي.

دغه سرچینې ویلي، په مذاکراتو کې د افغانستان د نوي حکومت له استازو سره د یوه ټولشموله او نماینده حکومت پر جوړولو، د بشري ناورین د مخنیوي، د بشري حقونو پر رعایت او په ځانګړې توګه د مېرمنو د حقونو، ښوونځیو، پوهنتونو او دندو ته د دوی د پرېښوودلو او نورو اړوندو مواردو پر سر خبرې کېږي.

همدا راز به د مولوي متقي په مشرۍ پلاوی په ناروې کې د افغانستان د مدني ټولنې او بېلو قشرونو له یوه لوی پلاوي سره ګوري او پر مهمو مسایلو به خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147040

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147040/

جمهور
  https://www.jomhornews.com