ایران افغانستان ته د تېلو او ګازو د صادرلو اعلان وکړ

3 دلو 1400 ساعت 14:21

ایران وایي، تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به افغانستان ته خپل تېل او ګاز صادر کړي.


ایران وایي، تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به افغانستان ته خپل تېل او ګاز صادر کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایراني چارواکو یو درې میاشتنی قرارداد لاسلیک کړی دی چې پر بنسټ به یې دغه هېواد تر راتلونکو دریو میاشتو پورې افغانستان ته خپل تېل او ګاز صادر کړلی شي.

د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي ويلي، هېواد یې له خپل قلمرو څخه د افغانستان لور ته د ګازو او نفتو د ترانزیت درې مياشتينۍ اجازه ورکړې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې کچه د تېر په پرتله څو چنده زیاته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147043

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147043/

جمهور
  https://www.jomhornews.com