پخواني برېتانوي چارواکي:

د نړیوالو مسوولیت دی، چې افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیسي

4 دلو 1400 ساعت 7:14

ځینو پخوانیو لوړ پوړو برېتانوي چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې بشري ناورین راون دی او د نړیوالو سوولیت دی، چې  دغه ناورین مخنیوی وکړي.


ځینو پخوانیو لوړ پوړو برېتانوي چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې بشري ناورین راون دی او د نړیوالو سوولیت دی، چې  دغه ناورین مخنیوی وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چارواکو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د روان بشري ناورین د مخینوي لپاره د بشري مرستو د رسولو لپاره پر نویو لارو چارو فکر کول په کار دی.

دغه چارواکو په یوه لیک کې ګارډین ورځپانې ته ویلي، په ځينو مواردو کې دې بندیزونه پر خپل ځای وي، خو هغه برخې چې عامه خدمات وړاندې کوي، بشري فعالیتونه ترسره کوي او د عامو افغانانو ژوند ورپورې تړلی باید له بندیزونو خوندي وي او اجازه ورکړي چې نورمال فعالیتونه ولري.

دوی اندېښنه ښيي چې که بندیزونه همداسې پر ټولو برخو دوام کوي، د بشردوستانه مرستو او خدماتو لپاره نوې لارې چارې او تعریفونه نه رامنځ ته کېږي، نو بشري ناورین به لا پراخ شي او د میلیونونه انسانانو ژوند به له خطرونو سره مخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147051

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147051/

جمهور
  https://www.jomhornews.com