امریکا:

د افغانستان له نوي حکومت سره شفافې ديپلوماسۍ ته ادامه ورکوو

4 دلو 1400 ساعت 7:20

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست په تازه څرګندونو کې ویلي، متحده ایالات د افغانستان له نوي حکومت سره شفافې دیپلوماسۍ ته ادامه ورکوي.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست په تازه څرګندونو کې ویلي، متحده ایالات د افغانستان له نوي حکومت سره شفافې دیپلوماسۍ ته ادامه ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وېسټ ټینګار کړی، چې امریکا په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوی په لټه کې ده او په همدې موخه غواړي، له نوي حکومت سره خپلې شفافي ديپلوماسۍ ته ادامه ورکړي.

وېسټ زیاته کړط، چې امریکا په یوه با ثباته او امن افغانستان کې خپلې دایمي ګټې ویني او تمه لري چې په دغه هېواد کې ټولشموله حکومت جوړ شي، د بشر حقونو ته درناوی وکړي او د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.

ویسټ همدا راز په اوسلو کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې غونډې هرکلی کړی دی او وايي خوښ دی چې په دې مذاکراتو کې یې ګډون کړی دی.

د امریکا ځانګړي استازي هغه تمه ښوودلې چې د افغانانو ترمنځ دغه ډول مذاکرات او بحثونه ادامه پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147052

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147052/

جمهور
  https://www.jomhornews.com