د ناروې د لومړۍ ورځې ګډه اعلامیه: افغانستان د ټولو ګډ کور دی

4 دلو 1400 ساعت 9:10

د افغانستان په اړه د ناروې پلازمېنه اسلو کې د جوړې شوې غونډې په لومړۍ ورځ د اسلامي امارت پلاوي د افغان مدني فعالانو سره کتلي دي.


د افغانستان په اړه د ناروې پلازمېنه اسلو کې د جوړې شوې غونډې په لومړۍ ورځ د اسلامي امارت پلاوي د افغان مدني فعالانو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا غونډه چې پرون یکشنبې د سلواغې ۳ مه پیل شوې نن او سبا سه شنبې به هم دوام وکړي.

د لومړۍ ورځې په غونډه کې د طالبانو په ګډون د اروپايي ټولنې، امریکا او افغان مدني فعالانو هم ګډون کړی و، چې ښځې هم په کې شاملې وې.

د افغانستان اسلامي امارت د لومړۍ ورځې ناسته ګټوره بللې وايي ټولو خواوو د یو بل نظرونه په پوره حوصلې سره اورېدلې دي.

د وزارت نه په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، غونډه کې ګډونوالو په پوره حوصلې سره د افغانستان پر موجوده حالاتو نظرونه تبادله کړل.

د پرونۍ غونډې د پای په ګډه اعلامیه کې راغلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او دغه راز تاکید شوی چې د هېواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ښیرازۍ لپاره به ټول افغانان په ګډه کار کوي.

په دې غونډه کې د افغان معترضو ښځو په استازیتوب هدا خموش خبرې کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې په لاریونونو کې نیول شوې افغان ښځې باید خوشې کړي.

هغه له طالبانو غوښتي، چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او مساوي حقونه ورته ورکړي.

افغان معترضې ښځې ادعا کوي چې طالبانو هغه ښخې په بند کې ساتلي چې واټونو ته راوتلې وې او د خپلو حقونو دفاع یې کوله.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې جوړېدو سره هم‌مهاله ویلي، چې دا درې ورځنۍ غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده، بلکې اساسي هدف یې په دې هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پر وړاندې د راپورته شویو ستونزو لپاره د حل‌ لارې پیدا کول دي.

د یادونې ده، چې دا واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته لومړی ځل دی، چې پلاوی یې اروپا ته سفر کوي او د افغانستان په اړه په یوه مهمه غونډه کې ګډون کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147062

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147062/

جمهور
  https://www.jomhornews.com