هرات کې د وروستۍ چاودنې مسوولیت داعش واخیست

4 دلو 1400 ساعت 9:39

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د وروستۍ بمي چاودنې مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.


د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د وروستۍ بمي چاودنې مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې داعش ډلې پرون یکشنبې د سلواغې ۳ مه ناخته په خپل تلګرام پاڼه تایید کړی، چې دغه برید دوی کړی خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې  تېرې شنبې په ورځ د هرات ښار د حاجي عباس ښارګوټي کې د ولسي خلکو پر یوه پلانکوچ ډوله موټر د مقناطسي ماین چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي وو، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل او د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147065

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147065/

جمهور
  https://www.jomhornews.com