د سوداګرۍ خونه:

اسلامې امارت دې د افغان سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي

4 دلو 1400 ساعت 14:23

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د افغان سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د افغان سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه د افغانستان بانک له رییس سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستیال محمد یونس مهمند او ګڼو سوداګرو سره په لیدنه کې شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبر پاڼه کې د ښاغلی مهمند له خولې ویل شوي چې افغان سوداګر د بانکي ستونزو له امله په منظم او عادي ډول سوداګري نه شي کولي.

د افغانستان بانک رئیس له سوداګرو سره ژمنه کړې چې هڅه به وکړي ترڅو ډېر ژر د سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147087

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147087/

جمهور
  https://www.jomhornews.com