متقي:موږ پوه شو، چې مرستندویه هېوادونه افغانان یوازې نه پرېږدي

5 دلو 1400 ساعت 8:00

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان په اړه د اوسلو غونډه ستره لاس ته راوړنه بللې ده.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان په اړه د اوسلو غونډه ستره لاس ته راوړنه بللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مقتي له اسوشټېډ پریس سره خبرو کې ویلي، په دې غونډه کې دوی پوه شول، چې مرستندویه هېوادونه افغانان یوازې نه پرېږدي او له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د نړیوالو لېوالتیا ډېره ده.

په ورته وخت کې په اوسلو کې افغان لوري د ناروې له متحدو هېوادونو او د نړیوالې ټولنې له ځينو استازو سره د ښوونې او روزنې، بشردوستانه مرستو، روغتیا او کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو خبرې او بحثونه کړي دي.

دغه غونډې ته خوشبینۍ ډېرې دي او ځینې سیاسیون وایي، کېدای شي دغه غونډه د افغانستان د ستونزو په حل کې ډېره ګټوره تمامه شي.

د دې تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې دا غونډه د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره هم لومړنی ګام دی او که د اسلامي امارت پلاوی ترې بریالۍ راووځي، کېدای شي، په رسمیت وپېژندل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147097

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147097/

جمهور
  https://www.jomhornews.com