جاپان غواړي په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

5 دلو 1400 ساعت 8:14

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وايي، هېواد یې په کابل کې د خپل سفارت د بېرته پرانستو لپاره په چمتوالي بوخت دی.


د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وايي، هېواد یې په کابل کې د خپل سفارت د بېرته پرانستو لپاره په چمتوالي بوخت دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان د اسلامی امارت د رییس الوزار د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ښاغلي حنفي او ښاغلي اوکادا لیدنه پرون دوشنبې د سلواغې ۴ مه کابل کې شوې ده.

نوموړي زیاتوي ښاغلي حنفي د افغانستان سره  جاپان د مرستو مننه وکړه، د دواړو هېوادونو ترم نځ یې اړیکې تاریخي او نېکې وبللې او د دغه اړیکو پر لا غښتلتیا او پراختیا یې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي حنفي دا هم ویلي، نوی حکومت ژمن دی، چې له ټولو افغانانو سره ښه او یو شان چلند وکړي، اداري فساد له منځه یوسي او دغه راز د نشه يي توکو د کر او قاچاق مخنیوی وکړي.

د رییس الوزار مرستیال دا ډاډ هم ورکړی دی، چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی او نه به هم دوی اجازه ورکړی، چې خاوره یې د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

په ورته وخت کې د جاپان سفیر افغانستان کې سوله او ثبات د خپل هېواد لپاره مهم بللی او له افغانستان سره یې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

نوموړي د افغانستان اقتصادي کنفرانس هم بریالی او د هېواد د ځان بساینې لپاره خورا مهم او ګټور بللی دی.

د جاپان سفیر افغانستان کې د امنیت له خوندیتوب ډاډ څرګند کړ او ویې ویل هېواد یې پر دې چمتوالي بوخت دی، چې ژر تر ژره کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

دغه راز هغه تمه ښودلې، چې د نوي کال په پیل سره افغانستان کې ټول ښوونځي د ټولو زده کوونکو پر مخ پرانستل شي.

جاپان پر داسې مهال کابل کې د خپل سفارت د بېرته پرانستو لپاره چمتوالی نیسي، چې وړمه ورځ اروپايي ټولنې هم په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147100

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147100/

جمهور
  https://www.jomhornews.com