مولوي عبدالکبیر:

نړیوال دې د فشارونو پر ځای د تفاهم او تعامل لار خپله کړي

5 دلو 1400 ساعت 8:57

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، نړیواله ټلونه دې پر طالبانو د فشار راوړلو پر ځای د تفاهم او تعامل لار غوره کړي.


د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، نړیواله ټلونه دې پر طالبانو د فشار راوړلو پر ځای د تفاهم او تعامل لار غوره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالکبیر دغه څرګندونې پرون دوشنبې د سلواغې ۴ مه د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدنه کې کړې دي.

ښاغلي عبدالکبیر له افغانستان سره د جاپان له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، کابل غواړي له جاپان سره خپلې تاریخي او نیکې اړیکې لا پراخه او ټینګې کړي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له جاپان څخه د لا ډېرو نورو مرستو غوښتنه کړې او ډاډ یې ورکړي، چې دغه مرستې به پوره شفافیت او ډاډ سره تر بېوزلو افغانانو پورې ورسول شي.

د رییس الوزار مرستیال ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه دې د فشار راوړلو پر ځای د طالبانو سره د تفاهم او تعامل لار غوره کړي او ډاډ ورکوي، چې د افغانستان د خلکو ټول اساسي حقونه خوندي دي.

دغه راز ښاغلي عبدالکبیر دا هم ویلي، چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي او تمه لري، چې جاپان د رسمیت پېژندنې او د افغانستان د کنکل شویو پیسو د خلاصون په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د افغانستان وروستي اقتصادي کنفرانس بریالي، ګټور او مهم بللی او د اسلامي امارت دا هڅې چې غواړي افغانستان اقتصادي بساینې ته ورسېږي ستایلې دي.

اوکادا له افغانستان سره د خپل هېواد د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستې یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې دغه مرستې به د کرنې، معارف، پاکو اوبو او حفظ الصحیه برخو کې ولګول شي.

د یادونې ده، چې د جاپان سفیر له مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې دا ډاډ هم ورکړی، چې جاپان به ډېر ژر خپل سفارت کابل کې بېرته پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147106

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147106/

جمهور
  https://www.jomhornews.com