د اوسلو غونډه: طالب پلاوي د اروپا او امریکا له استازو سره لیدلي

5 دلو 1400 ساعت 9:11

د ناورې پلازمېنې اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه کې د اسلامي امارت پلاوی د اروپايي ټولنې، امریکا او برېتانیا له استازو سره لیدلي دي.


د ناورې پلازمېنې اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه کې د اسلامي امارت پلاوی د اروپايي ټولنې، امریکا او برېتانیا له استازو سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، پر دې سربېره، د ناروې، المان، ایټالیا، فرانسې او قطر استازو هم ګډون درلود.

د بلخي په وینا په لومړي ناسته کې د اقتصاد، بشري مرستو، امنیت، مرکزي بانک د فعالیت، روغتیا او نورو اړونده موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو وايي ډېر ژر به یې له رسنیو سره شریک کړي.

د یادونې ده، چې د اوسلو غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی څو ورځې وړاندې ناروې ته ولاړ.

یاد پلاوی په لومړي ځل د افغان مدني فعالانو سره وکتل او د افغانستان پر روان وضعیت یې ورسره خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په تازه څرګندونو کې د اسلو غونډه د سترو لاس ته راوړنو څخه بللې خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147108

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com