نن د کابل – جلال آباد لار تړل کېږي

5 دلو 1400 ساعت 9:28

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، نن سه شنبې د سلواغې ۵ مه مازیګر مهال به د کابل – جلال آباد لار د ترافیکو پر مخ وتړل شي.


د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، نن سه شنبې د سلواغې ۵ مه مازیګر مهال به د کابل – جلال آباد لار د ترافیکو پر مخ وتړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لاره په سروبي سیمه کې د غرونو په بیړنو څوکو کې د کار کولو له امله د مازدېګر له څلورو بجو د ټرافیکو پرمخ وتړل شي.

د ټولګټو وزارت له ټولو مسافرو غوښتنه کوي چې پر دغه لاره دې تر بلې خبرتیا پورې له سفر کولو ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147110

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147110/

جمهور
  https://www.jomhornews.com