کای ایډه:

امریکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمني آزاد کړي

6 دلو 1400 ساعت 8:28

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه وايي، امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه وايي، امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کای ایډه په ناروې کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي اوپر ګڼو مسایلو خبرې شوې دي.

تر دغه کتنې وروسته آیډه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د بشري حقونو پر رعایت، ښوونځیو ته د نجونو پرېښودل او ورته نور هغه مسایل وو، چې رغنده خبرې ورباندې شوې دي.

نوموړي ویلي، د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دی، نو له همدې امله د دې غوښتونکی دی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي.

د ملګرو ملتونو دغه پخواني استازي د ناروې هېواد له دې ابتکار هم مننه کړې چې د افغان حکومت او مدني ټولنې ترمنځ یې د خبرو زمینه برابره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147144

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147144/

جمهور
  https://www.jomhornews.com