د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پر افغانستان غونډه کوي

6 دلو 1400 ساعت 9:11

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته تر سره کړي او په کې به په مهمو مسایلو خبرې اترې وشي.


ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته تر سره کړي او په کې به په مهمو مسایلو خبرې اترې وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې غونډه نن چهارشنبې د سلواغې ۶ مه د افغانستان پر وخت د شپې ۷:۳۰ پیلېږي.

غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش، د افغانستان لپاره ځانګړې استازې دیبورا لاینز او د ناروې لومړی وزیر یوناس ګار استوره د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

ویل کیږي چې د ناروې لومړی وزیر به په هغه هیواد کې له طالب استازو سره د اروپايي او امریکايي دپلوماتانو د وروستۍ ناستو په اړه معلومات شریک کړي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو غونډه پر داسې مهال تر سره کیږي چې د لوېدیځو هیوادنو دپلوماتانو تیره ورځ په ناروې کې د بندو دروازو تر شاه له طالب استازو سره خبرې وکړې.

د اروپايي ټولنې، امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې، جرمني، ایټالیا او ناروې دپلوماتانو په افغانستان کې د روان بشري وضعیت او ښځو د حقوقو او ځینو مسایلو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ له طالب استازو سره خبرې وکړې.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې آنیکن هویتلفد تر دې ناستې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه وو او په دې غونډه کې پر اړینو مسایلو خبرې شوې دي.

مېرمن هویلتفد زیاته کړې، چې ناسته کې د بشري حقونو رعایت، نجونو ته د زده کړو زمینه برابرول، د کار اجازه ورکول، د ټولشموله حکومت جوړول او د بشردوستانه مرستو لپاره پر زمینه برابرولو خبرې شوې دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړي، چې غونډه کې طالبانو ته د نړیوالو خبرې واضح وې، خو پایلو ته به یې په تمه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147148

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147148/

جمهور
  https://www.jomhornews.com