د اسیا پراختیاليي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه

6 دلو 1400 ساعت 9:46

د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میلیون ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو د څلورو بنسټونو له خوا به ولګول شي.


د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میلیون ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو د څلورو بنسټونو له خوا به ولګول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسیا د پراختیایي بانک مرکزي دفتر پرون سې شنبې د سلواغې ۵ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، دا مرستې به د خوراکي موادو په رسولو، د روغتیایي خدماتو پر چمتو کولو او پوهنې ولګېږي.

له اعلان شوې مرستې به ۱۳۵ میلیونه د خوړو نړیوال پروګرام 'ډبلیو.اېف.پي' ته وسپارل شي، څو له هغو بې وزله افغانانو سره چې په کرنه بوخت دي او په خپل کار کې له ستونزو سره مخامخ دي، مرسته وشي.

په بیان کې ویل شوي دي چې نژدې یو لک او اویا زره افغانانو ته به د کار په بدل کې خوراک او د کار په بدل کې پیسې چمتو شي.

دغه راز سرچینې ویلي، او د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندوق یا یونېسف به لږ تر لږه دوه سوه میلیونه ډالر ترلاسه کړي، څو پنځه اعشاریه درې میلیونه کسانو ته په افغانستان کې روغتیایي خدمات ورسوي.

همدارنګه یونېسف به د شااوخوا لس زره ښوونکو لپاره هم مرستې ترلاسه کړي او بل هدف دا دی چې تر دوه میلیونه ډېرو افغانانو ته کرونا واکسین چمتو کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اسیا پراختیایي بانک د دې مرستو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې د دې مرستو له لارې به بې وزلو ته دوی په افغانستان کې خواړه ورسوي.

د طالبانو حکومت د اسیا د پراختیایي بانک د مرستو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي، چې د دغه مرستو د وېش په برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147154

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147154/

جمهور
  https://www.jomhornews.com