د بهرنیو چارو وزارت:

د امریکا سره د کنګل شویو شتمنیو د آزادېدو په اړه ګټورې خبرې شوې

7 دلو 1400 ساعت 8:06

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د کنګل شویو شتمنیو په اړه له امریکايي چارواکو سره ګټورې خبرې اترې کړې دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د کنګل شویو شتمنیو په اړه له امریکايي چارواکو سره ګټورې خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه خبرې افغان پلاوي د ناورې پلازمېنه اوسلو کې د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره کړې دي.

خبرپاڼه وايي، دا خبرې رغنده وې او ژر به پایله ولري.

سرچینې زیاته کړې، په دې مذاکراتو کې همدا راز د ښځو د حقونو، بشري حقونو د رعایت، ښوونځیو د پرانیستل کېدلو او نورو مواردو په اړه د نړیوالې ټولنې پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت دغه درې ورځنی سفر د افغانستان لپاره له لاس ته راوړنو ډک بولي او ټینګار کوي چې دوی له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او دغه ډول اړیکې به ادامه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147174

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147174/

جمهور
  https://www.jomhornews.com