امریکا:

که طالبان ملاتړ تر لاسه کول غواړي، مدني ازاديو ته درناوی ومني

7 دلو 1400 ساعت 10:13

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازي پر طالبانو غږ کړي، چې که غواړي د افغانانو او نړیوالو ملاتړ تر لاسه کړي، نو باید مدني ازادیو او حقونو ته درناوی وکړي.


په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازي پر طالبانو غږ کړي، چې که غواړي د افغانانو او نړیوالو ملاتړ تر لاسه کړي، نو باید مدني ازادیو او حقونو ته درناوی وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لیندا ټاماس ګرینفیلډ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې شپې په ناسته کې، چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، پر طالبانو د ډېر نظارت او فشارونو غوښتنه وکړه.

امريکايي استازې وويل: افغان ښځې او نجونې بايد د ژوند په ټولو برخو کې حضور ولري او د طالبانو د هغه ژمنې هرکلی یې وکړ، چې د مارچ په پای کې به ښوونځي د نجونو پر مخ پرانستل شي.

نوموړې ویلي، پر طالبانو د نړیوالو نظارت او فشارونه باید زیات شي، څو د ژمنو عملي کیدو ته مجبوره شي او په وینا یې  که طالبان د افغانانو او نړیوالو ملاتړ تر لاسه کول غواړي، مدني ازاديو ته درناوی باید ومني.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې هم ویلي، چې افغانستان کې نوي حکومت ته یوازې افغانان مشروعیت ورکولی شي.

امریکا او اروپايي ټولنې تر غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړي، چې دوی په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت او دایمي ثبات غوښتونکي دي.

اعلامیه کې ویل شوی، د اوسلو غونډه د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده او په خبره یې نوی حکومت یوازې د افغانانو له لوري مشروعیت خپلولی شي.

د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډه اعلامیه کې زیاته شوې، چې دوی د بشري حقونو پر رعایت، د ښوونځیو پر خلاصېدو او بشري مرستو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

اعلامیه وايي، په دې غونډه کې د امریکا، اروپايي ټولنې، فرانسې، ناروې، ایټالیا او برېټانیا استازو ګډون کړی و او د یادو مسایلو په اړه ټول یوه خوله دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147192

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147192/

جمهور
  https://www.jomhornews.com