امریکا د افغانستان لپاره د فولبرایټ پروګرام لغوه کړ

9 دلو 1400 ساعت 8:09

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د زده کړو ځانګړی پروګرام فولبرایټ لغوه اعلان کړی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د زده کړو ځانګړی پروګرام فولبرایټ لغوه اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت وايي، تر میاشتو غور وروسته یې دا پرېکړه کړې، چې د راتلونکي کال لپاره د افغانستان برخه فولبرایټ پروګرام لغوه کړي.

ټاکل شوې وه چې روان کال شاوخوا ۱۴۰ کسه په شرایطو برابر کسان د فولبرایټ له لارې د لوړو زده کړو په موخه امریکا ته لاړ شي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سره له دې چې دا خبر ناهیلي کوونکی دی خو روان کال دوی افغان محصلین د زده کړو لپاره نه مني.

باید و ویل شي، فولبرایټ د امریکا د بورسیو تر ټولو مشهور او ستر پروګرام ګڼل کېږي چې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ لسګونه محصیلین د امریکا په معتبرو پوهنتونو کې د زده کړو لپاره معرفي کوي، چې په دې لړ کې له افغانستان هم هر کال ګڼ محصلین امریکا ته د لوړو زده کړو لپاره تلل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147213

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147213/

جمهور
  https://www.jomhornews.com