د ملګرو ملتونو سرمنشي:

افغان نوی حکومت باید د رسمیت پېژندنې لپاره د بشرۍ اساسي حقوق رعایت کړي

10 دلو 1400 ساعت 8:07

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي، چې د رسمیت پېژندنې لپاره بشري حقونو ته درناوی وکړي.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي، چې د رسمیت پېژندنې لپاره بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ګوترېش اوس داسې ښکاري چې مېرمنې او نجونې په افغانستان کې د کار او زده کړو په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومېږي.

نو ځکه په وینا یې نوي حکومت ته په کار ده چې د رسمیت پېژندلو او نړیوالې ټولنې د غړي کېدو لپاره د بشر اساسي حقونو او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې نوي حکومت په وار وار ویلي، چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او په نوي کال کې به ښوونځي پرانستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147257

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147257/

جمهور
  https://www.jomhornews.com