امریکا ته زرګونه تللي افغانان د داسمي اوسېدو په شرایطو برابره نه دي

10 دلو 1400 ساعت 8:12

امریکایي رسنیو راپور ورکړي، چې امریکا ته ورغلو زرګونو افغانانو کې اکثریت یې په دغه هېواد کې د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي.


امریکایي رسنیو راپور ورکړي، چې امریکا ته ورغلو زرګونو افغانانو کې اکثریت یې په دغه هېواد کې د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیوهغه راپور ته لاسرسی موندلی چې د افغان کډوالو په اړه د امریکا کانګریس ته لېږل شوی دی.

راپور کې ویل شوي، شاوخوا ۳۴ زره افغان کډوال داسې دي چې امریکا ته تللي خو د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي او نه هم د اوسېدو جواز اخیستو لپاره د قناعت وړ دلایل لري.

دا راپور د امریکا کانګریس ته لېږل شوی څو دوی په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.

بلخوا رسنۍ وایي چې په دې کې داسې کسان هم شته چې ښایي بېرته له امریکا و ایستل شي.

د یادونې ده، چې امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه کسان له افغانستان و ایستل، چې په دې کې ډېری یې عام وګړي و او له فرصت په استفادې یې ځانونه امریکا ته ورسول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147258

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147258/

جمهور
  https://www.jomhornews.com