امریکايي او قطري چارواکو پر افغانستان خبرې کړې

10 دلو 1400 ساعت 12:40

یوې قطري رسنۍ خبر ورکړی، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د امریکا د کانګرېس له غړو سره کتلي دي.


یوې قطري رسنۍ خبر ورکړی، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د امریکا د کانګرېس له غړو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه لیدنې موضوع هم افغانستان او دلته روان وضعیت وو.

راپورونه وایي چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې شوي دي او همدا راز له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو د دوام پر لارو چارو بحث شوی دی.

سرچینې زیاتوي، دواړو لورو ټينګار کړی چې د افغانستان له خلکو سره به په دې سختو شرایطو کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.

دغه قطري رسنۍ وایي، امریکا قطر ته د کابل او واشنګټن ترمنځ د درېمګړي په سترګه ګوري او هڅه کوي دلته شته ستونزې د دوحې په مرسته حل کړي او اړیکې ادامه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147281

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147281/

جمهور
  https://www.jomhornews.com