د افغانستان د اسلامي امارت کابینې د جلال آباد- پېښور او کندهار- کویټې تر منځ د د مسافر وړونکو بسونو د تګ راتګ طرحه تصویب کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابینې پرون دوشنبې د سلواغې ۱۱ مې په غونده کې دا پرېکړه کړې او اسلامي امارت یې نن په اړه خبرپاڼه خپره کړې ده.
د کابینې غونډه د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ تر سره شوې او په کې دفاع او د کرنې سرپرست وزیرانو شمال ته د خپل سفر جزیات شریکت کړي دي.
دغه راز په غونډه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلو د ناستې او خپلو لیدونو په اړه معلومات وړاندې کړې دي.
غونډه کې لومړی د عدلیې وزارت له خوا د خیره ټولنو او اتحادیو وړاندې شوی طرحه تصویب شوه او ورسته دا پرېکړه هم وشوه، چې له دې وروسته به عواید یوازې د بانکونو له لوري راټولېږي او هېڅ اداره د عواید د مصرف واک نه لري.
همدارنګه په غونډه کې د جلال آباد- پېښور او کندهار- کویټې تر منځ د بسونو تګ راتګ طرحه تصویب او اړونده ادارو ته لارښوونه وشوه، چې پاتې کارونه یې په کم وخت کې سر ته ورسوي.
دغه راز کابینې د شهیدانو او معلولینو وزارت ته دنده سپارلې تر څو د مخکني حکومت د معلولو سرتېرو او د هغوی د یتیمانو سره د مرستې په خاطر طرحه جوړه او کابینې ته یې وړاندې کړي.
په همدې ډول کرنۍ وزارت ته هم لارښوونه شوې، چې د بهرنیو پانګوالو د پانګونې لپاره د کرنې په برخه کې ځمکې ځانګړې او د خپلو څېړنو معلومات له کابینې سره شریک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل