برېتانیا له افغانستان سره به بشري مرستو دوه برابره کړو

13 دلو 1400 ساعت 9:27

 افغانستان کې د برېټانیا ماموریت وایي، هېواد یې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي.


افغانستان کې د برېټانیا ماموریت وایي، هېواد یې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ماموریت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی په روان کال کې د بشردوستانه مرستو دوه برابره کولو ته ژمن دي او په خبره یې تمه لري چې زرګونه افغانانو ته روغتیايي خدمات او خواړه ورسولی شي.

سرچینه وايي، دوی ژمنه کړې چې له افغانانانو سره به ۲۸۶میلیونه یورو مرسته کوي، چې په دې کې له شاوخوا ۶۰ روغتونونو سره د درملو او اړینو توکو مرسته کېږي.

په مطلب کې لیکل شوي، همدا راز برېټانیا غواړي ډاډه شي چې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د دوی مرستې پر شاوخوا ۴،۴۷ میلیونه له لوږې سره مخ افغانانو باندې وېشل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147386

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147386/

جمهور
  https://www.jomhornews.com