۰

د افغانۍ ارزښت مخ په لوړېدو دی، یو ډالر ۹۲ افغانۍ ته رسېدلی

چهارشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۷
د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت مخ په لوېدو دی او دا مهال یو ډالر د ۹۲ افغانیو سره تبادله کېږي.
د افغانۍ ارزښت مخ په لوړېدو دی، یو ډالر ۹۲ افغانۍ ته رسېدلی
د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت مخ په لوېدو دی او دا مهال یو ډالر د ۹۲ افغانیو سره تبادله کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک چارواکو هم د افغانۍ د ارزښت د لوېدو خبر تایید کړی وایي، افغانۍ د ټېکاو پر لور ده او ارزښت یې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې مخ پر زیاتېدو دی.

د راپورونو پر اساس دمګړی په بازارونو کې  یو ډالر په ۹۲ او ۹۳ افغانیو تبادله کېږي او اټکل کېږي چې د افغانۍ ارزښت تر دې هم لوړ شي.

تر دې وړاندې ډالر د افغانیو په بدل کې کابو پر ۱۰۵ افغانۍ تبادله کېده.

د نوي حکومت په راتګ سره په بازارونو کې د ډالر د کمښت له امله افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی و، خو مرکزي بانک وایي دوی هڅه کوي د افغانۍ نرخ ثابت وساتي او په دې برخه کې د مافیايي کړیو د لاسوهنو مخنیوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي