۰

د پښتون ژغورنې غروځنګ پر مشرانو او غړو وسله وال برید شوی

پنجشنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۹
راپورونه وایي، له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو او غړو وسله وال برید شوی دی.
د پښتون ژغورنې غروځنګ پر مشرانو او غړو وسله وال برید شوی
راپورونه وایي، له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو او غړو وسله وال برید شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد غورځنګ پرون چهارشنبې د سلواغې ۱۳ مه د بلوچستان ژوب کې یوه ستره غونډه درلوده، چې وسله وال برید پرې وشو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، برید پر دوی په ځانګړي ډول پر مشر منظور پښتین او نور باچا شوی، چې په وینا یې پښتین ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی خو نورباچا ټپي شوی دی.

دوی وايي، برید د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا پر دوی شوی، چې د ټپیانو شمېر هم ډېر دی.

په ټولنیزو رسنیو کې هم دې مسئلې سخت غبرګونونه پارولي دي او کاروونکي د بشري حقونو پر نړیوالو بنسټونو غږ کوي چې دغه پېښه په جدي توګه تعقیب کړي، ځکه د بشري حقونو ښکاره نقض او جنایت دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي