۰

متقي: رسمیت پېژندنې ته نېږدې شوي یو

شنبی ۱۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۸
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، دوی د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندولو ته نېږدې شوي دي.
متقي: رسمیت پېژندنې ته نېږدې شوي یو
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، دوی د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندولو ته نېږدې شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي په یوه مرکه کې ویلي، تمه ده، چې ډېر ژر به اسلامي امارت د نړیوالو له خوا په رسمیت وپېژندل شي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې اوس هم له نړیوالو سره د دوی تعامل رسمي دی، دوی د نړیوالو مشروعیت د ترلاسه کولو په هڅه کې دي او د نړیوالو لخوا رسمیت پېژندنې ته نږدې شوې دي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، دا د افغانانو حق دی چې نړیوال یې په رسمیت وپېژنې او دوی د دې کار لپاره خپلو سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکوي.

هغه دا هم ویلي، د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه که دوی هر اقدام کوي دا دخپل رسالت له مخې ترسره کوي نه د نړیوالو د فشار په اساس.

متقي وايي، دا مهال نړۍ غواړي څو له افغانستان سره تعامل ولري.

د رسمیت پېژندنې په اړه د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر دا څرګندونې داسې مهال دي چې تر اوسه یوه هېواد هم اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی خو یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه او سیاسي استازولی پرانیستې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي