امریکايي رسنۍ:

لا هم زرګونه امریکايي وګړي افغانستان کې پاتې دي

17 دلو 1400 ساعت 8:56

ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د تخلیې د پروسې سره سره لا هم زرګونه امریکايي وګړي په افغانستان کې پاتې دي.


ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د تخلیې د پروسې سره سره لا هم زرګونه امریکايي وګړي په افغانستان کې پاتې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوې امریکايي رسنۍ د دغه هېواد د کانګرېس د غړو له قوله ویلي، چې په افغانستان کې کابو ۹ زره امریکايي وګړي د تخلیې له ماموریت څخه پاتې دي.

د کانګرېس غړو ویلي، په کابل کې تر چاودنې مخکې د پاتې امریکایانو شمېر ۱۵ زره کسان اټکل شوی و، خو په څو ورځو کې یوازې ۶ زره کسان ایستل شوي چې له همدې امله د ۹ زرو کسانو د پاتې کېدلو امکان شته دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې د پاتې کسانو شمېر تر ۱۵۰ نه اوړي.

ټاکل شوې په همدې تړاو د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران کانګریس ته سپیناوی هم ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147505

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147505/

جمهور
  https://www.jomhornews.com