۰

 شي جین پینګ، عمران خان او میرضایوف پر افغانستان غږېدلي دي

یکشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۱
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چین ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر شي جین پینګ او د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایوف سره لیدلي دي.
 شي جین پینګ، عمران خان او میرضایوف پر افغانستان غږېدلي دي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چین ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر شي جین پینګ او د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایوف سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې درې واړو د افغانستان او کشمیر په اړه خبرې اترې کړي.

پاکستاني رسنۍ د عمران خان له قوله وايي، چې د سیمې هېواد باید د افغانستان د ژغورنې لپاره هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان په ناوړه بشري وضعیت کې دی او د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې د دغه هېواد د ژغورلو په برخه کې لاس په کار شي.

په ورته وخت د چین ولسمشر شي جین پینګ هم ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کړې دي او له دغه هېواد سره ښې اړیکې غواړي.

عمران خان چین ته په سفر تللی دی او ټاکل شوې چې له چینايي چارواکو سره د پاکستان او چین پر اړیکو بحثونه او لیده کاته هم ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي