امریکا ادعا کړې، چې د داعش خراسان ډلې مشر ثناالله غفاري په افغانستان کې دی او که هر چه د هغه په اړه دوی ته معلومات ورکړل ۱۰ میلیون ډالره جایزه به ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ثناالله غفاري پر سر دغه جایزه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا اعلان شوې ده او ویلي یې دي، چې هر چا د غفاري د ځای ځایګي په اړه دوی ته معلومات ورکړل دغه اندازه پیسې به تر لاسه کړي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کابل پر هوايي ډګر کې د وروستي برید د عاملینو پر سر هم ۱۰ میلیون ډالره جایزه اعلان کړې ده.
دغه وزارت ویلي، که چا د کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د اګېست د ۲۶ مې د عاملینو په اړه دوی ته معلومات ورکړل ۱۰ میلیون ډالر به ورکړي.
د یادونې ده، چې په دغه برید کې ۱۷۰ غیرنظامي افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري و وژل شول.
ثناالله غفاري چې ویل کېږي وړاندې د مخکني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د ځانګړو ساتونکو څخه وو په ۲۰۲۰ کې د داعش له خوا د خراسان څانګې مشر وټاکل شو.
امریکا ویلي، چې ثناه الله غفاري د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د داعش خراسان څانګې د ټولو عملیاتو او فعالیتونو مسوول او دغه راز د دغه ډلې لپاره د بودجې تنظیم مسوول دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ثناالله غفاري د ۲۰۲۱ م کال په نومبر میاشتې کې د نړیوال ترهګر په توګه معرفي کړي.
امریکا دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت وايي، داعش د افغانستان لپاره کوم ستر ګواښ نه دی او دوی به هېڅ ډولې ته اجازه ورنه کړي، چې امنیت اخلال او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
جمهورخبري آژانس:کابل