سعودي او پاکستاني چارکي پر افغانستان غږېدلي

19 دلو 1400 ساعت 13:54

راپورونه وايي، د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر عبدالعزیز بن نایف د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.


راپورونه وايي، د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر عبدالعزیز بن نایف د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي نایف او جنرال باجوه لیدنه نن شوې او دواړو لورو د افغانستان پر وضعیت او سیمې پر امنیت خبرې کړې دي.

سعودي عربستان ویلي چې په سیمه کې د دایمي ثبات د راتګ او امنیت لپاره باید هڅې وشي او دوی په دې برخه کې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

دواړو لورو همدا راز پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دي او پاکستاني لوري ویلي چې له سعودي عربستان سره د اړیکو پراختیا ته لېوال دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147606

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147606/

جمهور
  https://www.jomhornews.com