روسیه: د نوي افغان حکومت په رسمیت پېژندلو کې همکاري کولی شو

20 دلو 1400 ساعت 8:12

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله کې همکاري کوي، خو خپل شرطونه لري.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله کې همکاري کوي، خو خپل شرطونه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي، افغان حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري، ځکه دغه هېواد د نړیوالو له اقتصادي مرستې پرته پرمختګ نه شي کولی.

نوموړي زیاته کړې، روسیه د رسمیت پېژندلو په مسئله کې همکارۍ ته تیاره ده، خو د نړیوالې ټولنې شرطونه باید ومنل شي.

د روسیې ځانګړی استازی وايي، د بشري حقونو رعایتول، د ټولشموله حکومت جوړول او ښځینه وو ته د کار او زده کړو اجازه ورکول د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي.

کابلوف یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د اوسني بشري ناورین مسووله امریکا ده او سره له دې چې ماتې یې خوړلې ده خو بیا یې هم پر افغانستان اقتصادي فشارونو ته ادامه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147627

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147627/

جمهور
  https://www.jomhornews.com