د اسلامي امارت ځواکونو د داعش دوه برېتانوي غړي نیولي

20 دلو 1400 ساعت 8:43

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې دوه برېتانوي غړي نیولي دي.


ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې دوه برېتانوي غړي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې ویلي، دغه دوه کسان له ازبکستان نه افغانستان ته اوښتل، چې د ازبکستاني عسکرو تر اطلاع وروسته د افغانستان ځواکونو نیولي دي.

د افغانستان امنیتي سرچینو هم دغه ورځپاڼې ته تایید کړې، چې د برېتانیا او یو بل اروپايي هېواد پاسپورټ لرونکي وګړي یې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیولي دي.

په راپور کې ویل شوي، له یادو کسانو د شپې عینکې، نقدې پیسې او ځینې نورنظامي وسایل نیول شوي دي.

ګارډین لیکي تر دې وړاندې د ځینو نورو هېوادونو وګړي له داعش سره د اړیکو په تور نیول شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې برېتانوي وګړي نیول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147632

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147632/

جمهور
  https://www.jomhornews.com