کونړ کې ۲۸ داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي

20 دلو 1400 ساعت 8:52

سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د داعش ډلې ۲۸ غړي اسلامي امارت ته تسلیم شوي او له جګړې یې لاس اخیستی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د داعش ډلې ۲۸ غړي اسلامي امارت ته تسلیم شوي او له جګړې یې لاس اخیستی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه داعشیان پرون سه شنبې د سلواغې ۱۹ مه اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.

ځايي چارواکو وايي، دغه داعشیان د استخباراتو ریاست په هڅو له مخالفته لاس واخیست او د اسلامي امارت له مسوولینو سره یې بیعت وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ننګرهار کې هم د ۵۰ داعشیانو د تسلیمېدو او هغوی ته د پېښنې خبر ورکړل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147634

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147634/

جمهور
  https://www.jomhornews.com