ایراني ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۰۰ افغان کډوال وژلي

20 دلو 1400 ساعت 8:58

راپورونه وايي، ایراني ځواکونو ۱۰۰ تنه افغان پناه غوښتي، چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه ایران ته واوړي وژلي دي.


راپورونه وايي، ایراني ځواکونو ۱۰۰ تنه افغان پناه غوښتي، چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه ایران ته واوړي وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه کډوال په تېرو شپږو میاشتو کې د ایراني ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوي او مړي یې افغانستان ته سپارل شوي دي.

د نیمرز ځایي چارواکو ایراني پوله ساتو ځواکونو نه یوازې سل افغان پناه غوښتونکي وژلي، بلکې سلګونه نور یې به ډزو او وهلو ټکولو ټپیان کړي دي.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست مسوولان هم وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې د اسلام کلا بندر له لارې تر ۴۶۰ ډېر وهل شوي او ژوبل شوي افغانان له ایران څخه افغانستان ته رااستول شوي دي.

د دغو کسانو خپلوان وايي چې هغوی د ایراني ځواکونو له لوري بد وهل شوي دي.

د لوېدیځو سرچینو پر اساس، په تېرو ۶ میاشتو کې تر یو ملیون ډېر افغانان ایران ته تللي دي.

ایران ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147635

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147635/

جمهور
  https://www.jomhornews.com