۰
‏‏ملاهبت الله اخندزاده:

دیني مدرسو او عصري ښوونځيو ته جدي پاملرنه لرم

چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۱
د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده وايي، د دیني مدرسو او عصري علومو ښوونځیو ته جدي پاملرنه لري.
دیني مدرسو او عصري ښوونځيو ته جدي پاملرنه لرم
د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده وايي، د دیني مدرسو او عصري علومو ښوونځیو ته جدي پاملرنه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي ښاغلي اخندزاده دا خبره د افغانستان د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي نورالله منیر او د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین مولوي سخاءالله سعید سره په کندهار کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

باختر آژانس راپور ورکړي، چې په دې لیدنه کې د پوهنې سرپرست وزیر د وزارت وړاندیزونه او ستونزې له ښاغلي اخندزاده سره شریکې کړې او د ځينو موضوعاتو په اړه یې ورڅخه لارښوونې وغوښتې.

ویل شوي، چې د طالبانو مشر د هېواد په تعلیمي ډګر کې د پوهنې وزارت هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه چې د طالبانو مشرتابه په ټول توان سره د دیني مدرسو، عصري ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو اکمال، تمویل او فعالولو په برخو کې په پوره جدیت سره کارکوي او خپل ټول امکانات او اسانتیاوې په کار اچوي.

د اسلامي امارت مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالب چارواکو په راتلونکي پسرلي کې د تړل شويو ښځينه ښوونځيو د پرانيستل کېدو ژمنه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي