یونیسف:

که بېړنۍ اقدام ونه شي یو میلیون افغان ماشومان به له خوارځواکۍ مړه شي

20 دلو 1400 ساعت 14:10

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، که د مخینوي لپاره بېړنۍ اقدام ونه شي تر یو میلیون زیات افغان ماشومان به د خوارځواکۍ له لاسه ژوند بایلي.


ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، که د مخینوي لپاره بېړنۍ اقدام ونه شي تر یو میلیون زیات افغان ماشومان به د خوارځواکۍ له لاسه ژوند بایلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونسیف ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

سرچینه همدا راز وایي چې د مرستو د نه ډېرېدو او اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت د دوام په صورت کې تر دوو میلیونو ډېر نور ماشومان هم په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته کېدلی شي.

یونسیف تر دې وړاندې هم په ځلونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان لاسنیوی وکړي او دلته د روان بشري ناورین مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147650

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147650/

جمهور
  https://www.jomhornews.com