د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه په نړیوال کچه له غبرګونونو سره مخ شوې او د هغه دا کار یې په کلکه غندلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غبرګونونه خپله امریکا کې هم راپورته شوي، او امریکايي وګړو پر ټولنیزو رسینو پر خپل ولسمشر سختې نیوکې کړې دي.
دغه امریکايي وګړو د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپل ولسمشر پرېکړه غیر انساني او غیر اخلاقي بللې او بایډن یې په بېلا بېلو سپکو الفاظو یاد کړی دي.
ځینو ورته د ډاکو او ځینو بیا ورته د نړیوال غله لقبونه کارولي دي.
په ویلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان د مسایلو څارونکي مایکل کوګلمن هم په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د بايډن دغه پرېکړه غیر انساني او غیر اخلاقي ده چې ان امریکايي وګړي یې هم مخالف دي.
نوموړي ویلي، دا د افغانستان د خلکو پیسې دي او د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنۍ هم دا پیسې نه اخلي او غواړي چې افغانستان ته ورکړل شي.
امریکایي رسنۍ وايي بايډن په ټولنیزو رسنیو کې هېڅ وخت دومره نه و سپک شوی، لکه په دې پرېکړه چې غندل کېږي.
افغان کارونکي هم وایي چې بايډن یو متعصب، خود خوا او د افغانستان پر وړاندې له عقدو او کېنې ډک سړی دی، نو ځکه یې داسې غیر انساني پرېکړه کړې ده.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم د بایډن دغه پرېکړه په کلکه غندلې وایي، بایډن په دې کار سره غواړي د افغانستان د خلکو شمتني لوټ کړي.
سرچینه وایي، بایډن په دې غیر منطقي کار سره وښوده چې غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي او دغه هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ کړي.
د بشري حقونو د څار اداره وایي دا سمه ده چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي او پر دوی به بندیزونه وي، خو دلته میلیونونه وګړي ژوند کوي او کنګل شوې شتمني د دوی حق و، نو امریکا ته نه وه په کار چې پر دې شتمنیو یې داسې لوټ جوړ کړی وی.
د بشري حقونو د څار نړیواله اداره د بایډن دغه پرېکړه غندي او هغه غیر اخلاقي او غیر انساني بولي.
د یادونې ده، چې بایډن پرون جمعه د سلواغې ۲۲ مه د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ په اړه خبر تازه پرېکړه اعلان کړه.
نوموړي په دغه اجرائیوي فرمان کې د افغانستان ۷ میلیارده شتمني آزاده کړه خو ویې ویل، چې د دغه پیسو نیمايي یا ۳.۵ میلیارد ډالر به امریکا کې د سپتمبر پېشې قربانیانو ته ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل