آی اېس آی مشر له دوستم، عطا محمد نور او محقق سره لیدلي دي

24 دلو 1400 ساعت 8:57

راپورونه وایي، د پاکستان د څارګرې ادارې یا آی اېس آی مشر جنرال ندیم احمد نجم ترکیه کې له ځينو پخوانیو افغان مشرانو سره کتلي دي.


راپورونه وایي، د پاکستان د څارګرې ادارې یا آی اېس آی مشر جنرال ندیم احمد نجم ترکیه کې له ځينو پخوانیو افغان مشرانو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اینډیډپټ فارسي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې دغه لیدنه د ترکېې پلازمېنه انقره کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال ندیم نجم ترکیې ته تللی او هلته یې له د افغانستان د جنبش ګوند له مشر عبدالرشید دوستم، د وحدت حزب له مشر محمد محقق او د جمعیت ګوند جمعیت ګوند له مشر عطا محمد نور سره لیدلي دی.

په راپور کې ویل شوي، په دغه لیدنه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې شوې او دواړو اړخونو خپل نظرونه سره شریک کړي دي.

دغه رسنۍ زیانوي، چې جنرال ندیم تر دې وړاندې د طالبانو خلاف د دویم مقامت په نوم د جبهې له مشر احمد مسعود سره هم لیدلي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې دغو ډلو د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنیدو څخه مخکې هم له پاکستان سره نيږدې اړيکې لرلې.

تر اوسه یادو کسانو د دغه لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147759

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147759/

جمهور
  https://www.jomhornews.com